د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایتالله بدري ایران ته د سفر پرمهال د کاني موادو نړۍوال نندارتون کې ویلي، چې افغانستان باثباته هېواد دی او د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري. نوموړي ویلي، سرپرست حکومت غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو په ګټې اخیستو د افغانستان له کانونو اغېزناکه ګټه پورته کړي. بدري همدارنګه د ایران د خصوصي سکتور ګڼ شمېر شرکتونه افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.