د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم نن په بلجیم کې پیلېږي. اروپایي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد فورم به د اروپایي کمېسیون او پولنډ هېواد په ګډ کوربهتوب ترسره کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستو دغه بشرپاله فورم به د پلازمېنې بروکسل ښار په «سکویر» نومې ځای کې جوړ شي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د تېرو درېیو غونډو په څېر به دا ځل هم د یاد بشرپاله فورم غونډه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو شورا له غونډې سره سم جوړ شي.