د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مزارشریف کې د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت درې ورځنی نندارتون پیل شوی دی. د بلخ د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو وايي، دا نندارتون د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د ناشرانو او کتابپلورونکو په همکارۍ جوړ شوی، چې ۲۰ خپرندویه ټولنو پکې څه باندې ۱۰ زره عنوانه کتابونه نندارې ته ایښي دي. د بلخ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۶۰ دولتي او شخصي کتابتونونه او کتابپلورنځي فعالیت لري. د یو بل خبر له مخې، د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د کتاب اونۍ په مناسب یې د دغه ولایت په مرکز کې د کتاب لوستنې دودولو په موخه د کتاب یو ورځنی نندارتون پرانیستی دی.