د پروان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د جوزک کلي ۲۲ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د یاد سړک د پرانیستې په مراسمو کې د پروان والي مفتی محمد ادریس انوري ویلي، چې د دغه سړک جوړول نه یوازې د دې سیمې د خلکو ټرانسپورټي ستونزې حل کوي؛ بلکې له عمومي سړک سره د دې سیمې نښلول به د نورو پلانونو او پروګرامونو د پلې کېدو او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هم زمینه برابره کړي. د یادونې وړ ده چې په جوزک کلي کې تر زرو زیاتې کورنۍ اوسېږي او د دغه سړک په جوړېدو سره یې ټرانسپورټي ستونزې تر یوه برېده حل شوې دي.