د پاکستان مرکزي بانک په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پیسو نړیوال صندق (ایایمایف) له لوري د اوږدې مودې پور مرستې پروګرام دویم قسط هم ورکړل شوی، چې له املهیې د بهرنیو اسعارو زېرمې لا پیاوړې شوې دي. د اعلامې پر بنسټ، پاکستان ته د پیسو نړیوال صندوق له خوا ۷۶۰ میلیونه ځانګړي بانکي حقونه (ایس ډي ار) ورکړل شوي چې د ۱،۲۳ میلیاردو امریکایي ډالرو سره برابر دي. دغه پیسې به د مې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې د دغه هېواد د بهرنیو زېرمو برخه وګرځي.