د کونړ ولایت دکډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د کډوالو لپاره د ۲۶ کورونو د جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره دغه کورونه د کونړ ولایت اقتصاد، کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو په همکارۍ د ناروې خلکو «اېن.سي.اې» په مالي مرسته د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۶ راستنانه شویو کورنیو ته کورونه جوړ کړي. د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عبدالله همت د تمویلوونکو له مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ له یادې مؤسسې د نورو مرستو غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی, چې د پرژو تطبیق په چارو کې به ترې هېڅ راز همکاري ونه سپموي.