د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په سعودي عربستان کې کتلي دي. د دې کتنې په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره شوي. ټرمپ پرون اعلان کړی چې پر سوریه یې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي دي؛ هغه پرېکړه چې د سوریې د خلکو له لوري یې هرکلی شوی دی. ټرمپ ویلي، دغه اقدام سوریې ته د عظمت ترلاسه کولو یو فرصت ورکوي.