ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر فضل محمد حقاني د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له نوي مشر بوجیدار دیمیتروف سره کتلي دي. په دغه کتنه کې دواړو لورو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د عمومي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. ایران کې د افغانستان سفارت لیکلي، چې دواړو لورو د افغانستان سفارت او یوناما دفتر ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو په پراختیا مفصلې خبرې وکړې.