د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د دغه ولایت ټولو ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته د څه باندې ۵ میلیونه ۹۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي دي. د مسوولینو په خبره یاد وسایل د یونیسف په مالي ملاتړ برابر شوي او د ولایت مرکز سربېره ټولو ولسوالیو ته لېږل شوي دي. مسوولین زیاتوي، چې په یاده موده کې یو میلیون ۶۲۲ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي او د مووف خیریه موسسې له لوري د ۲ میلیونه ۲۹۲ زره افغانیو په ارزښت د لسو روغتیایي مرکزونو لپاره احاطوي دېوالونه جوړ شوي دي. د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دغه راز ویلي، چې د د خوړنځي او زده کوونکو د اسنادو له لارې ۸۷۶ زره افغانۍ عواید هم راټول کړل شوي دي.