دفاع وزارت د افغانستان پر خاوره د هند توغندیز برید په اړه د پاکستان ادعا رد کړه. د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، داسې کوم څه حقیقت نه لري. تر دې وړاندې د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې وه، چې پر پاکستان د هند توغندیز بریدونو کې د افغانستان خاوره هم په نښه شوې. په ورته مهال د هند بهرنیو چارو وزارت هم د دې ادعا په ردولو سره ویلي، چې د افغانستان خلک اوس خپل دوست او دښمن ښه پېژني او په دې پوهېږي چې د افغانستان خاوره په وار وار د کوم هېواد له لوري نقض شوې ده.