د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د ماشومانو ساتنې نړیوال سازمان د بشري چارو له رئیس عبدالرحمن شریف سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د بشري چارو رئیس د دغه سازمان د فعالیتونو او د راستنېدونکو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړي دي. د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هم د یاد سازمان د ترسره شویو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ، د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې او د مرستو پر غوره مدیریت او د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په تدریجي ډول د هېواد روغتیايي سکټور د ځان بسیاینې په لور سوق کړي؛ څو په راتلونکي کې د یوه باثباته او پیاوړي روغتیايي سیسټم په لرلو سره د هېواد ټولو اوسېدونکو ته لا معیاري خدمات وړاندې کړي.