رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سې شنبه ویلي، چې امریکا یمن کې په حوثي ځواکونو بمبارۍ دروي او زیاته کړې یې ده، چې دغو ځواکونو هوکړه کړې، چې نور د دوی پر کښتیو بریدونه نه کوي. رویټرز زیاته کړې، د ټرمپ له دې خبرې وروسته عمان د یوې اعلامیې له مخې ویلي، چې د حوثي ځواکونو او امریکا ترمنځ اوربند لپاره یې منځګړیتوب کړی دی او زیاتوي، چې دواړه لوري یو پر بل بریدونه دروي. راپور وايي، د حوثي ځواکونو له لوري په اسراییلو د بریدونو په اړه ټرمپ او عمان څه نه دي ویلي.