د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د سرطان په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د اړینو طبي تجهیزاتو د برابرولو، په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو او د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې. د عامې روغتیا وزیر، د سرطاني ناروغیو په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، طبي تجهیزاتو د برابرولو، د ناروغیو اړوند څېړنې او تحقیقاتو، افغانستان ته د با کیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو د واردولو او په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. دغه راز، په کابل کې د ایران سفیر د سرطان په برخه کې افغان روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو پروګرامونو د ترسره کولو ژمنه کړې او په نږدې راتلونکي کې یې په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو د بیا پیل خبر ورکړی دی.