د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د یوه سربند او محافظتي دېوال د رغولو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې یاده پروژه د (یو این ډي پي) سازمان په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۶۶۰ زره افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په موده کې پلي کېږي. سرچینې زیاته کړې چې په یاده پروژه کې د ۲۶ متره په اوږدوالي یو سربند او د ۴۵ مترو په اوږدوالي د یوه محافظتي دېوال رغول شامل دي. د مسوولینو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۴۵ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.