د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د معتادینو په ۱۰۰ بستریز روغتون کې روږدو کسانو ته د درملنې تر څنګ حرفوي زدهکړې هم ورکول کیږي. د مالوماتو له مخې یاد روغتون د اروپايي ټولنې په مالي مرسته تمویلیږي. د دغه مرکز مسول ډاکټر عبدالفتاح وایي، په نشهيي توکو روږدي کسان په دغه مرکز کې د درملنې تر څنګ بېلابېل کسبونه هم زده کوي او د درملنې پر مهال هره میاشت دوی ته نغدي پيسې هم ورکول کېږي. په یاد روغتون کې بستر شوي روږدي کسان وایي، خوښ دي، چې دلته یې د درملنې تر څنګ کسب هم زده کړی او وسایل هم ورکول شوي څو خپل کاروبار مخ ته یوسي او دا د دوی لپاره د یوه نوي ژوند په معنا دی.