له پاکستان نه د افغان ګډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې پرون ورځ یوازې د تورخم له لارې ۲۵۱ کورنۍ هیواد ته په جبري ډول را ستنې کړل شوې دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۲۷۳ تنه کېده چې افغانستان ته ستانه شول. دیاد وزارت لهخوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۷۳ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۵۰۹ تنه کډوال بیا بې اسناده وو. دیاد وزارت د مالوماتو له مخې په دغو لېږدول شویو کورنیو کې ۲۴۰ کورنۍ یوازې له پښتونخوا ایالت څخه ستنې کړل شوې دي.