د هند او او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتيا وروسته په اسلام اباد کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. د روسیې سفارت خپلو وګړو ته ویلي، چې وضعت عادي شوی نه وي، تر هغه دې دغه هېواد ته تګ راتګ نه کوي. یاد سفارت د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترينګلتیا او د یو شمېر چارواکو له جګړیزو څرګندونو وروسته دغه اقدام کوي. په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ورانې شوې. ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبردارۍ ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.