د راپورونو له مخې د ایران او امریکا استازي به نن یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ استازی سټیف ویتکوف به د عمان په پلازمینه مسقط کې په غیر مستقیم ډول دا خبرې مخته یوسي. یوه اونۍ وړاندې ( شنبې په ورځ ) دواړو لوریو د ایتالیا په پلازمینه روم کې خبرې کړې وې او تر هغې یوه اونۍ مخکې بیا د شنبې په ورځ دواړو لوریو په مسقط کې خبرې کړې وې. په داسې حال کې، چې د تیرو ۲ اونیو خبرې دواړو خواوو رغنده بللې دي. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې ویلي و، چې له ایران سره به یوې موافقې ته ورسیږي، خو نوموړي هغه ګواښ بیا تکرار کړ، چې که خبرې اترې ناکامه شوې؛ نو پوځي اقدام خو چا وړی نه دی.