د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ څخه تر ۲۲مې نېټې پورې شاوخوا ۱۰۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوې دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه يې څه باندې ۷۸ زره بېرته راستانه شوې کادر او مسلکي افغانان ثبت او راجستر کړې دي. ورته مهال د اقتصاد وزارت وایي، چې سرپرست حکومت د ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته را ستنو شویو افغانانو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.