نړیوال بانک په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د نړیوالو مرستو د کمېدو سربېره هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنې وده کړې ده. په راپور کې ویل شوي، چې اقتصادي وده د هېواد د وګړو د ودې له کچې ټیټه ده. یاد بانک دغه راز د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې کچه ۲.۲ سلنې اټکل کړې ده.