د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغانستان له سختې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی او دا حالت د هېواد پر کرنې او مالدارۍ مستقیم اغېز کوي. د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمد فیضان له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوې ستونزې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي. نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) د اقلیم بدلون له سلاکارې چیرټي واټسن کړې دي. په خبر پاڼه کې راغلي چې دا لیدنه د افغانستان د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. ښاغلي فیضان په دې کتنه کې په افغانستان کې د اوبو پر کمښت هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د یوناما د اقلیمي بدلون سلاکارې بیا ویلي چې بنسټیزه موخه یې د کرنې او اقلیمي بدلون اړوندو پروګرامونو ملاتړ دی.