د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري د چین له یوه دولتي پلاوي او د دغه هېواد د خصوصي سکټور له استازو سره کابل کې کتلي. په دې کتنه کې د کرنیزو همکاریو، پانګونې، او د چین د تجربو د شریکولو په اړه خبرې شوې دي. چینایي پلاوي په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې، چې شرایطو ته په کتو به عملي پروژې پیل کړي. ورتهمهال د کرنې سرپرست وزیر هم د چین له همکارۍ مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت د پانګهوالو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړي.