د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ اړوند لوړ کنسک سیمه کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول محمد محمدي ویلي چې دغه شبکه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۸۴۶ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې پر مټ به یې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک اوبو څخه برخمنې شي. د نوموړي په وینا، دغه شبکه د ۴۰ متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړیتا لري او چارې یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.