د لوګر ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (ایف اې او) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عمليکېدو پروګرام پیل شوی دی. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قاري عبدالبصیر شاهد رسنیو ته ویلي، چې دغه واکسین به په یوه اوونۍ کې د لوګر په مرکز پلعلم او ۶ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د وېترنرانو له لوري وړو څارویو ته وشي. نوموړي زیاته کړې، له دغه واکسین څخه یې موخه واړه څاروي د طاعون ناروغۍ څخه ژغورل او د مالدارانو دوامداره ملاتړ دی.