د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تاشکند کې یوې نړۍوالې غونډې ته خبرو کې له افغانستانه د نړۍوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی. مرضیایف افغانستان له مرکزي اسیا نه بېلېدونکی هېواد بللی او له سرپرست حکومت سره یې رغوونکې خبرې اړینې بللې دي. نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سعودي عربستان جدې ښار کې یو غونډې ته ویلي، د متوازن سیاست له لارې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د اړیکو په لټه کې دي. د یادونې ده، تېرو نږدې څلورو کلونو کې افغان چارواکو تل ټینګار کړی، چې ټولو هېوادونو سره یې د خبرو لپاره دروازې پرانېستې دي او د نړېوالو سره د متقابل احترام ولاړو اړیکو جوړولو غوښتونکي دي.