امریکايي مېلیاردر اېلان ماسک چې ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي ویلي، هیله من دی چې د امریکا او اروپا تر منځ د ګمرکي تعرفو کچه صفر شي. دغه امریکايي میلیاردر ویلي، غواړي د امریکا او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بشپړه ازادي وګوري. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په دې اونۍ کې د سوداګریزو تعرفو په لوړولو سره مالي بازارونه ولړزول او د نړۍ ګڼ هېوادونه یې خپه کړي. بلخوا، زرګونو کسانو بیا په واشنګټن ډي سي او د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د شتمن ملاتړي اېلان ماسک پر ضد لاریونونه کړي.