د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي په کابل د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره لیدنه کتلي. عامې روغتیا وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې افغانستان ته د ازبکستان څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وشوې. ازبکستاني پلاوي روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزې همکارۍ خوښي ښودلې او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.