د بهرنۍ پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې ځانګړی استازی کریل دیمیتریف ویلي، ډونالډ ټرمپ د دریمې نړیوالې جګړې مخه نیولې ده. دغه روسي چارواکي ویلي چې د ټرمپ ادارې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د بهرنیو پانګونې لپاره د روسیې ځانګړي استازي دغه څرګندونې امریکا ته د یوه لوړ پوړي روسي پلاوي د سفر پر مهال کړې دي. نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې امریکا ته د روسیې لوړ پوړی چارواکی دی چې دغه هیواد ته سفرونه هم کوي.