د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران به د هیڅ یوې جګړې پیل کوونکی نه وي خو په وینا یې چې هېواد یې هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو دی. د ایران ایرنا خبري اژانس د نوموړي له قوله ويلي، تېر کال د ایران لپاره له ننګونو ډک کال و او ټینګار یې کړی چې سپاه پاسداران ځواکونه د دښمن د ماتولو وړتیا لري او د همدې هدف لپاره رامنځ ته شوي دي. سلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي وو چې هېواد یې له امریکا سره برابر و او له ګواښونو پرته خبرو ته چمتو دی.