امریکا د سوېلي سوډان پاسپورت لرونکو لپاره ویزې لغوه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون ویلي، چې هغه د سویلي سوډان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې لغوه کولو او امریکا ته د داخلېدو د مخنیوي لپاره د نورو محدودیتونو لګولو په برخه کې اقدام کوي. روبیو ویلي، د دغه اقدام لامل د سویلي سوډان د انتقالي حکومت ناکامي ده چې په خپل وخت یې بېرته ستانه شوي وګړي نه و منلي. روبیو زیاته کړې، واشنګټن به هغه وخت د دغه کړنو بیاکتنې ته چمتو شي چې سویلي سوډان په بشپړه توګه په دې برخه کې همکاري وکړي.