د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو ایف پي) وایي، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک د اختر مبارکي په کورنیو غونډو او خوړو سره نمانځي، په افغانستان کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې وږی ويده کیږي. یاد سازمان له افغان کورنیو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده. نن یکشنبه په افغانستان او د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده. په دې ورځ د سختو اقتصادي ستونزو له امله میلیونونه افغانان د اختر لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای او له بې وزلۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي. د خوړو نړیوال په افغانستان کې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه هیواد له ستر بشري ناورین سره مخ دی او یو پر درېیمه برخه وګړي یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.