د ارګ د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال نن په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته د خپلې وېنا پرمهال د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له سرپرست حکومت سره رغنده اقتصادي او سیاسي تعامل ته لار هواره کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې، ملا عبدالغني برادر دغه راز زیاته کړې چې سرپرست حکومت د متقابل درناوي پر بنسټ هر راز تعامل ته چمتو دی.