د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې تېرکال په افغانستان کې څه باندې ۱۱.۶ میلیونو ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کړی دی. د یونیسف د دفتر رییس تاجالدین پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې تر اوسه په افغانستان کې له پولیو سره مبارزه پای ته رسېدلې نه ده. هغه ویلي چې له نړیوالو شریکانو سره یو ځای غواړي ډاډمن شي چې د پولیو پر وړاندې ټول ماشومان خوندي دي. د یادونې ده چې تېر کال په هیواد کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. سږکال بیا یوازې په بادغیس کې د یوې مثبتې پېښې خبر وکړل شوی دی.