د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر حوثي یاغیانو د امریکايي ځواکونو سختو بریدونو ته په اشارې سره ایران ته هم خبر داری ورکړی دی. ترمپ ویلي چې ایران باید ژر تر ژره د اټومي موافقې په اړه خبرې اترې وکړي، که نه نو له سختو پایلو سره به مخامخ شي. ټرمپ ادعا کړې چې ایران له حماس، حزب الله او حوثي یاغیانو سره قوي اړیکې لري. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې پر حوثي یاغیانو د پوځي بریدونو په اړه د لوړپوړو امریکايي چارواکو د خبرو د جزئیاتو خپرېدل په واشنګټن کې د لوی جنجال لامل شوي. د ټرمپ مخالفینو پر دې موضوع نیوکې کړي او دا یې د هغه په اداره کې د امنیتي ناسم مدیریت نښه بللې ده.