د راپورونو له مخې د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویلي، مسکو حق لري چې د انرژۍ پر تاسیساتو یې د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي. نړیوالو رسنیو د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویاندې د ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکړی، چې کییف له متحدو ایالاتو سره د انرژۍ پر زېربناوو له په نښه کولو څخه د ډډه کولو سربېره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. هغې د مارچ پر ۱۹مه په کوبان کې د تیلو پر یوې ډیپو او د همدې میاشتې پر ۲۱مه په کورسک کې د طبیعي ګازو د اندازه کولو پر یو سټېشن باندې بریدونو ته اشاره کړې ده. نوموړې د اوکرایین پوځ پر هغو بریدونو چې تر ډېره استوګنځي سیمې او ټولنیزې موسسې په نښه کوي، د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې، له دې روښانه ده، چېکییف د مذاکرې وړتیا لري او نه هم د سولې ټينګېدو ته لېوالتیا لري.