د بدخشان ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د راغستان او یفتلپایان ولسوالیو ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له کبله ١٢ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احسانالله کامگار رسنیو ته ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو لند کروزر ډوله موټر د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې له سړکه واوښت. د نوموړي په خبره، موټر له راغستان ولسوالۍ څخه د فیضآباد ښار پر لور روان و. په پېښه کې یوه ښځه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.