د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه به ډیر ژر پکتیا کې بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د لسګونو سرپناوو د جوړولو چارې پیل کړي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د دې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمودالحق احدي او د قطر د سرې میاشتې عملیاتي غړي په یوه تخنیکي ناسته کې په دې هکله خبرې کړې دي.