د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نجونو او هلکانو لپاره د ۱۶۵ ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو په حال کې دي. یونیسف تېره ورځ په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا ښوونځي د افغانستان په ختیځو، سویلي او مرکزي سیمو کې جوړوي او څه باندې ۳۳ زره ماشومان چې نیمايي یې نجونې دي، ترې برخمن کېږي. یونیسف زیاته کړې چې دا ښوونځي به پر لمریزې برېښنا، روغتیايي سرویس، د لاسونو مینځلو ځایونو او کیندل شویو څاه ګانو سمبال وي. د یونیسف په راپور کې راغلي چې «د جاپان حکومت په ملاتړ، یونیسف د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په همکارۍ د افغانستان په ختیځ، سوېل او مرکز کې یاد شمېر( ۱۶۵) ښوونځي جوړوي. په بیان کې راغلي چې د افغانستان ښوونیزې اړتیاوې ډېرې دي او د اقتصادي ننګونو او نورو محدودیتونو له کبله تر ۷ میلیونو پورې ماشومان له زدهکړو بې برخې دي.