د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې له دې وروسته د ګرځنده ټلېفونونو واردوونکي شرکتونه مکلف دي، چې هېواد ته د مبایل سیټونو له واردولو وړاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې څخه د مبایلونو د تورید جوازلیک ترلاسه او په قانوني ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، د بې کیفیته او جعلي مبایل سیټونو د واردولو، د هېوادوالو د ګرځنده ټلیفیونونو د ورکېدو د مخنیوي په موخه یو سیسټم چې د ټولو ګرځنده ټلېفونو (ای ایم يي ای) شمېرې په کې درج وي جوړ او عملا یې ګټې اخیستنې ته سپارلی، په همدې اساس د ګرځنده ټلېفونونو واردوونکي شرکتونه اړ دي څو د (ای ایم يي ای)مشخصو شمېرو له ثبت او راجسټر کېدو او له تورید څخه وړاندې د اترا ادارې جواز لیک ولري. یاد وزارت خبر دای ورکړی، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د جوازلیک د نه درلودو په صورت کې د مبایلونو له واردولو ډډه وکړي. د غیر قانوني کړنو د لیدو په صورت کې به اړونده شرکت له قانوني چلند سره مخ شي.