د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چې په غزه کې د اسراییل بریدونو غوسه کړی دی. هغه پر اېکس پاڼه له دواړو خواوو غوښتنه کړې، چې اوربند ته درناوی وشي، بې له خنډه بشري مرستې بیا له سره پیل شي او پاتې یرغمل شوي کسان بې له شرطه خوشې شي. خو تازه الجزیرې راپور ورکړی، چې سهار وختي په خان یونس او رفح د اسراییل په بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. د غزې په سوېل کې د خان یونس د جبري بې ځایه شویو خلکو په خېمو د اسراییل په برید کې یوه مور او ماشوم هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي. د هسپانیې لومړي وزیر پر غزه د اسراییل د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی.