د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، سږ کال له دغه ولایت بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې ۴۴۷ميليونه ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره ټنه صادرات شوي دي. د مسوولینو په خبره صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني مواد، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي. د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل، تېرو ۱۱ میاشتو کې يې له کندهار څخه پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د ۴۴۷ میلیون او ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، حيواني او کرنيز محصولات، سبزيجات او کاني توکي صادر کړي دي. ده وویل، که څه هم سږکال ګاونډيانو سره ترانزيټي او صادراتي برخو کې د لارو بندېدو ستونزې وې، خو بيا هم له کندهار څخه بهر ته صادرات نهدي کم شوي.