د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۰.۴ میلیونو کسانو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۱۴ میلیونو خوراکي او کرنیزې مرستې ترلاسه کړې دي. د راپور له مخې، ۹ میلیونه کسانو ته روغتیايي مرستې او شپږو میلیونو نورو ته نظافتي خدمات وړاندې شوې دي. اوچا زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د بشردوستانه اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱.۵۹ میلیارد ډالرو بسپنې ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې یاد دفتر له دې وړاندې ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۲۲ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.