د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د روسیې او چین استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي. په یاده ناسته کې د چین استازي فو کونګ ویلي، چې افغانستان دا مهال په یو حیاتي پړاو کې دی او نړیواله ټولنې دې سملاسي د دغه هېواد د ودې، نشهيي توکو د کنټرول او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر لګښتونه برابر کړي. نوموړي د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت غځولو ته په اشارې زیاته کړې چې دا له دغه هېواده د ملګرو ملتونو د قوي ملاتړ ښودنه کوي. بلخوا په دې ناسته کې د روسیې مرستیالې استازې انا یویستیګنیو ویلي، چې د یوناما او سرپرست حکومت ترمنځ همکاري اړینه ده. نوموړې زیاته کړې چې په افغانستان پایداره سوله یوې جامع او واقعي تګلارې پورې اړه لري. د یادونې ده چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.