د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د نږدې ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۷ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي. د مسوولینو په خبره په یادو پروژو کې د اوبو رسولو ۵ شبکې، د ۱۷۳ کانالونو، ۳۰ کیلومتره سړک، ۴۲۸ متره ساتندویه دېوالونه، ۴ پلچکونه او د اوبو ۷ ویالې جوړولو او ورته نورو پروژو چارې شاملې دي، چې په کې ۲ زره ۵۵۲ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست به د نړیوالو شریکانو په همکارۍ، د کلیو د ژوند د ښه والي، د زیربناوو د پیاوړتیا او د فقر د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.