د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په پلازمېنه مسقط کې کتلي. دواړو لورو په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو د نوي پړاو پرانیستلو هوډ یې کړی دی. سرپرست وزیر په افغانستان کې امنیت، متوازنې نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د حکومت مهمې لاسته راوړنې بللې او له عماني پانګوالو یې غوښتي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي. ورتهمهال د عمان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هیله یې څرګنده کړې ده.