د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف خبر ورکړی، چې د افغان نجونو لپاره د زده کړو فرصتونو په برابرولو کې خپله بشپړه هڅه کوي. یادې ادارې پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه په یوه پيغام کې ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال یې د ۱۸ زرو محلیو ټولګیو له لارې ۳۶۱ زرو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. یونیسف ویلي له افغان نجونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي څو هغوی وکولای شي خپلې راتلونکې موخې تعقیب کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره له شپږم ټولګي پورته پر نجونو له نږدې ۱۲۸۰ ورځو راهیسې د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.