د افغانستان په تړاو به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا جوړه شي. ټاکل شوې دغه غونډه کې به د یوناما مشره د افغانستان پر بشري وضعیت، د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاو وینا وکړي. دغه غونډه کې به د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه هم چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي، خبرې وشي. له دې سره سم، روزا اوتونبایوا چې دغه غونډه کې د ګډون لپاره یې نیویارک ته سفر کړی او په ملګرو ملتونو کې یې د قطر له دایمي استازې سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.