د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسناد لرونکو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي. د وزارت په اعلامیه کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی شوی، چې د راتلونکې میاشتې له لومړۍ به د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د ټولو بې اسناده کډوالو ترڅنګ د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې. پاکستاني چارواکي وايي، دغو کډوالو ته د ایستلو لپاره پوره وخت ورکړل شوی او د کډوالو د ستنېدو پر مهال به له هیچا سره ناسم چلند نه کيږي. له پاکستانه د کډوالو ایستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پيل شوه. پاکستاني چارواکو ویلي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاته کېږي باید ټول قانوني پروسې بشپړي او د دوی اساسي قانون ومني.