ټولګټو وزارت وايي چې د روان کال د سلواغې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۴ زره ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۲۸ زره ۹۷۰ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۱ زره ۹۵۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۵ زره ۵۳۶ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۴۱۸ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۱۵۶ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۳۶ زره ۷۲۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي؛ صادر او ټرانزیټ شوي دي.