د چین د سره صلیب اجرایوي مرستیال د سرپرست حکومت له اداري مرستیال سره په لیدنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د ۷۰ کاله دوستانه اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې موږ د افغانانو د اړتیاوو ارزونې په هڅه کې یوو . وانګ کي ویلي، چېد سره صلیب نړیوالې کمېټې سره په همغږۍ به له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړو. نوموړي له افغانانو سره د چین د سل زره ډالرو نغدي مرستو او سل زره مرستندویه کڅوړو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې موږ په راتلونکي کې هم د همکارۍ د پراختیا غوښتونکي یوو. د سرپرست حکومت اداري مرستیال د چین او سره صلیب نړیوالې کمېټې د همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې هېڅ ډول همکاري نه درېغوي.